د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د 1403 لمریز کال د وري له  1 نېټې څخه تر 3 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل!

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال، هریرود او هلمند) سينديزو حوزو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د  (بدخشان، تالفان، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، میمنه، کوشک و کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب او ترنک، غزنی) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۶:۱۲
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د غویی له  8 نېټې څخه ترږږږ

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د غویی له  5 نېټې څخه تر ...

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۱۰:۲۵
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د وري له 27 نېټې څخه...

Back to announcements

User account menu