د پوزه لیچ عمومي کانال د سیلبرد د جوړولو پروژې د چارو پر کیفیت او د چټکتیا باندې ټینګار وشو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۰:۷
1

د غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني او ورسره مل تخنیکي  ټیم د پوزه لیچ عمومي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر کیفیت او چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

د یادې پروژې چارې د (FAO) دفتر په مالي او تخنیکي ملاتړ د غور سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به د غور- کابل عمومي سړک او د سیلبرد شاوخوا ځمکې د موسمي سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu