د پورتني کندز(بامیان) سیندیزې فرعي حوزې نوی رئیس خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۱:۴۷
1

محترم الحاج ملا محمد داوود، د یوې غونډې په ترڅ کې د پورتني کندز(بامیان) سیندیزې فرعي حوزې د نوي رئيس په توګه، د بامیان ولایت مقام د دفتر رئيس الحاج مولوي طلحه، د اوبو او انرژي وزارت د بشري سرچینو رئیس الحاج مولوي اسدالله کاکړ، د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالصمد حلیم او د پورتني کندز(بامیان) سیندیزې فرعي حوزې د کارمندانو په شتون کې خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو.

د یادې غونډې په ترڅ کې د بامیان ولایت مقام د دفتر رئيس او د اوبو او انرژي وزارت د بشري سرچینو رئیس، د پورتني کندز (بامیان) د سیندیزې فرعي حوزې د پخواني رئیس د کړنو ستاینه وکړه او د نوموړې حوزې نوي رئيس ته یې د الله(ج) له دربار څخه د چارو په غوره پرمخ وړلو کې د لازیاتو بریالیتوبونو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۲۴
Background image
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

بیرته تګ

User account menu