د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس پر زهبر باندې د شخړې هوارولو په موخه د کندز ولایت قلعه ذال ولسوالی ته سفر وکړ

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۴:۵۷
1

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د کندز د والي په لارښوونه د کندز ولایت د یو شمېر مسؤلینو او تخنیکي ټیم په ملتیا د کندز ولایت قلعه ذال ولسوالي ته پر زهبر باندې د شوپز کلي د خلکو ترمنځ د شخړې هوارولو په موخه سفر وکړ.

نوموړو مسؤلینو  د سیمې تخنیکي سروې ترسره کړه، ترڅو خپلې پلټنې، د سروې پایله او د سترګولیدلی حال د کندز ولایت مقام ته په لیکلي بڼه وړاندې کړي او د نوموړي کلي له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې خپل با صلاحیته استازي کمېسیون ته ور وپېژني تر څو د ولایت مقام له تائید وروسته، پریکړه ورته اعلان شي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu