د پنج آمو سندېزې حوزې عمومي رئیس د سويډن کمېټې لۀ رئیس سره د خپل کار پۀ دفتر کې ناسته ترسره کړه.
د پنج آمو سندېزې حوزې عمومي رئیس انجنير رفیع الله مجتبیٰ د سويډن کمېټې له رئیس انجنير مسعود شريفي سره د خپل کار پۀ دفتر کې ناسته وکړه.
د ناستې پۀ پیل کې د یادې حوزې عمومي رئیس راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل؛ او د پراختیايي پروژو په اړه یې معلومات وړاندې کړل، او زیاته يې کړه، چې د اوبو اړوند ټولې پروژې د پنج آمو سنديزې حوزې پورې اړه لري.
او وروسته بیا د سويډن کميټې رئیس انجنير شريفي د خپلو کړنو په اړه وضاحت وړاندې کړ، او زیاته يې کړه، چې د سويډن کميټې دفتر په علي آباد والسوالي کې يو کانال چې د تخريب پۀ حالت کې دی، ياد کانال چې ۲۷ کيلو متره اوږدوالی لري، د سربند غاړې چې ۱۳۰ متره ساحه يې پۀ ( RCC ) ډول ، او پاتې برخه یې چې تخريب شوې پۀ اساسي ډول جوړ شي چې ټول لګښت يې شاوخوا ۱۱ ميليونه افغانيو ته رسيږي.
ياد کانال د علي آباد ولسوالي پۀ لاله ميدان ساحه کې موقعيت لري، چې شاوخوا د لس کلیو خلکو ته اوبه رسوي.
د يادولو وړ ده، چې د یادې پروژې مالي لګښت د (UNDP) موسيسې لخوا ورکول کېږي.
