د پلټنې د عالي ادارې له مرستیال او همکارانو سره د همغږۍ ناسته،
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د پلټنې عالي ادارې مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي او د دغې ادارې یو شمېر رئيسانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د پلټنې ادارې مرستیال ښاغلي هاشمي د پلټمې ادارې په کړنو او اړونده ادارو سره د پلټنې پر وخت د پروسې په جریان هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل دوئ ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغې ادارې په فعالیتونو، د لویو، متوسطو او کوچنیو پروژو پر تطبیق او نورو اړخونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي تکل وویل" زموږ ټول ټيم د هېواد ښېرازۍ او د ولس ارامتیا لپاره شپه او ورځ په سختو شرایطو کې کار کوي. هر مامور د هېوادني احساس له مخې خپلې چارې پر مخ وړي؛ د پلټنې ادارې مسؤلین کولی شي هر وخت راشئ او د ټولو پروژو قراردادونه او د کارونو جریان پلټنه یې وکړي. موږ به دوئ ته په داخل د ادارې او د پروژو څخه د لیدنې پر وخت په سیمو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو."
د یادونې وړ ده چې د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې د اوبو مدیریت پروژې لري چې ډير شمېر یې بشپړې شوي؛ د لویو بندونو په ګډون یې یو شمېر تر کار لاندې او په سلګونه پروژې په پلان کې دي چې د ټولو کاري پروسه رڼه او په سټنډرډ ډول پر مخ وړل کیږي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
