د پایدارې انرژي عمومي ریاست نوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۴:۲۱
1

محترم مولوي عبدالرحمن رحماني چې تر دې مخکې یې د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریز رئيس په توګه دنده ترسره کوله، اوس د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د لزوم دید او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د لوړ مقام د حکم پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي رئيس په توګه وټاکل شو او په یوې ناستې کې د دغه وزارت د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو.

د اوبو او انرژي وزارت دفتر عمومي رئيس د ورپېژندلو په دغه غونډه کې په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل و باله او د ښاغلي رحماني علمیت، تجربې او کړنې یې وستایلې.

په ورته مهال، د پایدارې انرژي عمومي ریاست رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني برېښنا انرژي یې  د ننۍ ټولنې له بنسټیزو اړتیا څخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې زمونږ تر ټولو مهم مسؤلیت او مکلفیت په نني شرایطو کې دغه دی، چې برېښنا انرژي ته د افغانستان د خلکو لاسرسی چمتو کړو او په دې برخه کې په رښتینولي او ژمنتیا سره ګام واخلو.

همدغه راز، د پایدارې انرژي عمومي ریاست مخکیني او د تدارکاتو اوسني  رئيس محترم  مولوي عزیزالله افضلي د نوموړي ریاست کړنو ته په لنډه توګه اشاره وکړه او یادونه یې وکړه، چې د هغوی د ریاست پر وخت په هېواد کې د پایدارې انرژي د پراختیا او د انرژي د سپما د ترویج په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.

همدارنګه، هغه د دغه ریاست نوي رئيس ته د مسؤلیتونو او دندو په ترسره کولو کې د لا زیاتو توفیقاتو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu