د "ټاپ" پروژې د کمېټې تخنیکي ناسته د انرژي په معینیت کې ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۲:۱۶
1

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د انرژي سکتور د رئيسانو او د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو څخه د کمېټې د غړو په شتون کې د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د "ټاپ" پروژې په هکله هر اړخیز معلومات د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د انرژي د برنامو ریاست د متخصصینو له لوري وړاندې شول.

د نوموړې پروژې د اسنادو، پروپوزلونو او د پرمختګ د وضعیت تر ارزولو وروسته، د همغږي، د چارو د انسجام او نورو اقداماتو تر لاس لاندې نیولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د یادونې وړ ده، چې په ټاپ پروژه کې د ترکمنستان له ماري ښار څخه د پاکستان تر کویټې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزی شامل دی. دغه مزی د افغانستان له لارې لېږدول کېږي چې ۷۰۵ کیلو متره  د دغه هېواد په خاوره کې غځول کېږي.

د دغه برېښنا مزي د ترانزیټي ګټې برسېره، افغانستان کولای شي چې له نوموړي مزي څخه ۳۰۰ میګاواټه برېښنا هم تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu