د ولس او بخش آباد بانکي حساب د مدیریت کړنلارې د وروستي کولو په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، حج او اوقافو وزارتونو او د افغانستان بانک، پاسپورټ، افغان پوست او ترافیکو ریاستونو او د اترا او احصائیې ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د ولس او بخش آباد بانکي حساب د مدیریت کړنلاره، د بحث او اندونو تر تبادلې وروسته د نوموړو وزارتونو او ادارو د استازو له لوري تایید او لاسلیک شوه او د منظوري په موخه به د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته ولیږل شي.