د هېواد له پنځو سیندیزو حوزو څخه د وروستۍ واورې ارقام راټول شول

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۱:۴
1

د اوبو او انرژي وزارت د واورې سنجولو سټیشنونو مسؤلینو د هېواد له پنځو سیندیزو حوزو څخه د وروستۍ واورې ارقام راټول کړل.د هېواد په پنځو سیندیزو حوزه کې د واورې سنجولو سټیشنونو څخه د راټول شوو معلوماتو پر بنسټ، تر ټولو ډېره واوره په نورستان ولایت کې د ۱۵۰سانتي متره په لوړوالي او تر ټولو لږه واوره د شمال سیندیزې حوزې د ژوندون په دره کې د ۲ سانتي متره په لوړوالي اورېدلې ده.

د واورې سنجولو سټيشنونو څخه د راټول شوو معلومات پر بنسټ، تر ټولو ډېره واوره د نورستان ولایت په پارون او وایګل ولسوالي کې له ۵۰- ۱۰۰ سانتي متره پورې او په لوړه ارتفاعاتو کې تر ۱۵۰ سانتي متره پورې رسيږي. همدارنګه په بدخشان ولایت کې له ۴۵- ۸۰ سانتي متره پورې او په لوړه ارتفاعاتو کې تر ۸۰ سانتي متره پورې، په شمالي او سهیلي سالنګ کې له ۴۰- ۸۰ سانتي متره پورې او د کابل ولایت په پغمان او شکردرې سیمو کې له ۳۵- ۴۰ سانتي متره او په لوړه ارتفاعاتو کې تر ۸۰ سانتي متره پورې رسیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu