د هېواد د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه
د یاد پلاوي د ناستو په دوام کې، دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې د اقتصاد وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري او کلیو پراختیا وزارت، ټولګټو وزارت او د ملي تدارکاتو ادارې د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د تېرو ناستو د څېړنو په دوام کې په ګډه سره د کلیو پراختیا وزارت په دریو لویو قراردادونو باندې کار ترسره شو او د ناستې غړو د یادو قراردادونو په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه، چې د قراردادونو تر څېړنې او هر اړخیز تحلیل وروسته، د هغوی له څېړنو څخه د لاسته راوړل شویو پایلو راپور د یاد پلاوي په راپور کې شامل شو، ترڅو په پای کې د اسلامي امارت له کابینې سره شریک شي.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوی د اسلامي مارت د وزیرانو شورا د ۱۷ ګڼې مصوبې د څلورم بند د تحقق په موخه توظیف شوی، ترڅو ټول لوی قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیسي او د هغوی د ستونزو او وضعیت په هکله بشپړ راپور چمتو او د اسلامي امارت کابینې حضور ته وړاندې کړي.
