د هېواد د سترو قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته د کلیو پراختیا وزارت د قراردادونو د راپور په هکله ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې د یاد پلاوي د ټولو غړو په ګډون چې د اقتصاد وزارت، د کلیو پراختیا وزارت، د ټولګټو وزارت او د ملي تدارکاتو ادارې استازې پکې شامل وو، ترسره شوه.
د غونډې غړو د ملي پراختیا شرکت، د ټولګټو وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت او د کلیو پراختیا وزارت د لویو قراردادونو د څېړنې په هکله خپل د پرمختګ راپورونه او فعالیتونه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریک کړل.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په یاده ناسته کې، د سترو قراردادونو د څېړنې پلاوي د ترسره شویو فعالیتونو د راپور او د کاري پرمختګ تر څېړنې وروسته، د یادې موضوع په هکله خبرې وکړې او د ناستې غړو ته لازم هدایات ورکړل.
د یاد ونې وړ ده، چې یاد پلاوی د اسلامي مارت د وزیرانو شورا د ۱۷ ګڼې مصوبې د څلورم بند د تحقق په موخه توظیف شوی، ترڅو ټول لوی قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیسي او د هغوی تر بشپړې څېړنې وروسته د خپلو څېړنو د پایلو راپور د افغانستان اسلامي امارت د وزایرانو شورا سره شریک کړي. په نننۍ ناسته کې د کلیو پراختیا وزارت دوه قراردادونه وڅېړل شول او د تائید وړ وګرځیدل.
