د هواي چلند ادارې کار کوونکو ته د روزنیزې برنامې جوړول!
د هغه ۲۶ اتومات میتورولوژي سټېشنونو لیږد تړون د غوره تطبیق په موخه چې وړاندې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او هواي چلند ملي ادارې لخوا لاسلیک شوی وو، د يوې منظمه درې ورځنۍ برنامې په ترڅ کې په عملي او نظري توګه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو سرچینو لوی ریاست د سیارو انجنیرانو ټيم لخوا روزنه ورکړل شوه.
په دغه برنامه کې د هوا پېژندنې سټېشنونو څخه د استفادې طریقه، د ارقامو راټولول، په مفصله توګه د سنسرونو او سیستم ساتنه او څارنه او د کارولو ډولونو په اړه روزنه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې دا چې دغه سټېشنونه څه وخت وړاندې د یو ځانګړو مسؤلیتونو او صلاحیتونو معلومولو په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا، هواي چلند ادارې ته ولېږدول شول.
