د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې د نهر السراج کانال د رغولو د لومړي لاټ پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۷
1

دغه پروژه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د هلمند والي محترم مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د ملي پراختیا شرکت معین محترم مولوي عبدالولي عادل، علماوو، قومي مشرانو، د وزارت تخنیکي مسؤلینو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغو مراسمو کې د دغې پروژې پلي کول په هلمند ولایت کې د اوبو چمتو کولو او کرنې د ودې په برخه کې ارزښتناک وبلل او یادونه یې وکړه، چې د دغې پروژې په پلي کولو سره به د نوموړي کانال اوبه بېرته لومړي حالت ته وګرځي او د ټولو حقابه لرونکو حقابه به تامین شي. هغه زیاته کړه، چې د دغې پروژې برسېره په دغه ولایت کې د چکډمونو درې نورې پروژې هم په پام کې نیول شوې او په نږدې راتلونکې یې چارې پیلیږي.

ښاغلي منصور په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت د افغانستان د خلکو لپاره یو ستر الهي نعمت وبالۀ او ټینګار يې وکړ، چې د دغه نظام د پیاوړتیا او ساتنې لپاره دولت او ملت دواړه ستر مسؤلیتونه په غاړه لري.

هغه وویل، دولت مکلف دی، چې په هېواد کې د شرعي نظام، امنیت او اقتصادي ودې لپاره زمینه چمتو کړي او له بلې خوا ملت مکلف دی چې په اطاعت او بشپړ اخلاص سره له دغه نظام څخه  ملاتړ وکړي.

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر یادونه وکړه، چې اوسمهال اسلامي امارت په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو کړې او پانګوالو ته یې بلنه ورکړه، چې په پراختیایي پروژو  باندې پانګونه وکړي او د دغې خاورې په آبادۍ کې ونډه واخلي.

په ورته مهال، د هلمند والي د دغې پروژې د چارو پیل د اوبو د مدیریت او کرنې د پراختیا په برخه کې یو ارزښتاناک ګام وباله او د هلمند ولایت په ځینو ولسوالیو کې د اوبو د کموالي ستونزې ته په اشارې سره په هغو ولسوالیو کې د وزارت د رهبري مقام د پاملرنې د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

همدارنګه، د ملي پراختیا شرکت معین ژمنه وکړه، چې دغه شرکت به د نوموړې پروژې چارې په ښه کیفیت او ټاکل شوي وخت سره پای ته ورسوي.

له بلې خوا، د هلمند ولایت یو شمېر علماوو په دغو مراسمو کې د دیني سرچینو په استناد سره د اوبو د مدیریت او د اوبو سپما په هکله خبرې وکړې او د دغې پروژې پلي کول یې د هلمند ولایت لپاره ارزښتناک او حیاتي وبلل.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د ۲۷۵ اعشاریه ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له بودجې څخه د ملي پراختیا شرکت سره قرارداد شوی، چې پکې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د سربند او آبګیر ودانۍ جوړونه ، د ۶۵۰ متره په اوږدوالي سره د کانال بیارغونه او ټینګښت ، پرچاوې، د سیند د بستر ټینګښت، د ساتونکو خونه او د کنټرولي دروازو نصبول شامل دي.

دغه پروژه به د ملي پراختیا شرکت له لوري د اوبو او انرژي وزارت د پروژو د کیفیت د کنټرول ریاست تر څارنې لاندې د دوو کلونو په موده کې پلي شي.

همدارنګه، باید یادونه وشي چې نهر السراج کانال کابو ۲۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې د دریو ولسوالیو اوسېدونکي ورڅخه ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu