د هلمند سیندیزې عمومی حوزې رئيس په ارزګان ولایت کې د یو شمېر پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه
د هلمند سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم قاري عبدالهادي هادي او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم وکیل احمد نقي او وسره مل د یادو ریاستونو یو شمېر نورو مسؤلینو په ارزګان ولایت کې د یو شمېر پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
یادو رئيسانو د پروژو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل او همدارنګه د یو سټیشن د نصبولو د موقعیت څخه هم لیدنه وکړه.
په ورته مهال، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې او ورسره مل د ( FAO) سازمان مسؤلینو د یکلینګي کانال د سربند او د سرې کلا چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل.
همدارنګه یادو مسؤلینو د یکلینګی کانال د احجامو برآورد ترسره او ترڅنګ یې د سرمرغاب او سجاول کانالونو د ویجاړ شوو برخو څخه هم لیدنه وکړه او د یادو سیمو له خلکو سره یې په دې برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.
