د هلمند د سیند تړون
دافغانستان اسلامي امارت د هلمند د سیندیزې حوزې د اوبو د مدیریت په اړه د هلمند د سیند د تړون له ټولو تخنیکي او حقوقي اساساتو، محتویاتو، مادو او ضمایمو (پروتوکولونو) سره چي په ۱۳۵۱ ه ش کال کي د افغانستان او ایران د دولتونو تر منځ منعقد شوی دی په بشپړه توګه موافقت لري او د دي دایمي تړون د پلي کولو لپاره د دوست، اسلامي او ګاوندي هیواد ایران سره د همکاری او اعتماد په فضا کي کار کولو ته له قوي هود سره چمتو دي.
