د هریرود-مرغاب عمومي حوزوي ریاست پلاوو او د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۵۷
۱

د هریرود-مرغاب عمومي حوزوي ریاست پلاوو غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دغهٔ ولایت د اوبو او انرژي رئیس الحاج ملا رحمت الله آماني او د هغه ریاست له کارکوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې نوموړو پلاوو د خپل سفر موخه د اوبو او انرژي په برخو کې د نوموړي ریاست د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل او همدارنګه د کاري پلان سره سم د دغه ریاست د کارکوونکو د کړنو ارزونه او څارنه وبلله، او زیاته یې کړه چې د هغوئ د تخنیکي وړتیا لوړولو په موخه ځینې زده کړې هم په نظر کې لرو.

ښاغلي آماني هم له نوموړي پلاوي سره د دغه ریاست موخې، کاري پلانونه، لاسته راوړنې او کاري ننګونې شریکې کړې او د هغوئ له همکاريو څخه یې قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu