د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس د هرات ولایت ادرسکن ولسوالي ته سفر وکړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۵:۵۰
1

د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا د هرات ولایت ادرسکن ولسوالي ته سفر وکړ او د نوموړې ولسوالي له ولسوال او یو شمیر سپین ږیرو او مخورو سره وکتل.

د یادو لېدنو په بهیر کې د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس د اوبو د مدیریت او د اوبو په برخه کې د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت د برنامو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس او د نوموړې ولسوالي مخورو پر ګز سیند باندې د چرخه او پر خرچان سیند باندې د تزر بید او تنګې ازو بندونو له سیمو څخه لیدنه وکړه او هغه سیمې چې د بندونو د جوړولو لپاره ټاکل شوې وي مناسبې وبللې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu