د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې د اوبو سرچینو چټکې ارزونې اړوند ورکشاپ جوړ شو.
دا ورکشاپ د اوبو لګولو بیارغونې او پراختیا پروژې (IRDP) له لارې چې د ملګرو ملتونو کرنې او خوړو سازمان (UNFAO) په تخنیکي همکارۍ د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي، په حضوري او انلاین ډول د اوبو سرچینو عمومي رئیس انجنیر فایزالرحمن عزیزي، د اوبو برنامې د انسجام رئیس انجنیر نجیب احمد شیرزاد، د FAO سازمان تر ځمکې لاندې اوبو نړیوال متخصص محترم سورش، تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئیس انجنیر عزیزالرحمان عزیز، د اوبو لګولو او اوبو رسونې رئیس انجنیر وفي الله سیدي، د ملګرو ملتونو کرنې او خوړو سازمان د IRDP پروژې مدیر انجنیر سید شریف شبیر او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د هایدرولوجي او هایدرو جیولوجي له ۲۵ تنو څخه زیاتو انجنیرانو په ګډون د دې ادارې د برنامو د انسجام ریاست په غونډو تالار کې، تر سره شو.
همداراز په دې ورکشاپ کې د نړیوال بانک د IRDP پروژې مسوول انجنیر میر احمد، د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئیس انجنیر محمد نعیم سالارزي، د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر محمد اسحاق عمر او په هرات کې د انسجام برنامو د دفتر امر انجنیر نجیب الله جویني، په انلاین بڼه ګډون درلود.
په دې ورکشاپ کې له ګډونوالو سره د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې د اوبو سرچینو، تر ځمکې لاندې اوبو د ټولیز وضعیت تثبیت، تر مطالعې لاندې ځایونو د شته اوبو حجم ټاکلو او د څښلو او کرنې په موخه تر ځمکې لاندې اوبو د امکاناتو ودې په هدف، د چټکې اروزنې مطالعې راپور شریک شو.
د اوبو سرچینو عمومي رئیس انجنیر فایزالرحمن عزیزي، اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د اوبو سرچینو مطالعې او ارزونې بشپړول، تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د شمېرو او ارقامو تحلیل او ارزونه، یو نیک ګام وباله او په دې برخه کې یې د نړیوال بانک مالي مرستې او د FAO سازمان له تخنيکي همکارۍ څخه مننه وکړه.
ښاغلي عزیزي تر ځمکې لاندې اوبو مطالعه او په هېواد کې د اوبو مدیریت اړین وبلل او زیاته یې کړه چې د دې مطالعې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.
ورپسې د FAO سازمان تر ځمکې لاندې اوبو نړیوال متخصص محترم سورش د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې اوبو سرچینو د ارزونې په اړه ګډونوالو ته د پرېزېنټېشن له لارې د مطالعې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
ورته مهال تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئیس انجنیر عزیزالرحمان عزیز او دFAO/IRDP پروژې مدیر سید شریف شبیر د هېواد په نهو ښارونو کې تر ځمکې لاندې اوبو د ارزونې او تحلیل په موخه د تحقیقاتي څاګانو کېندلو په اړه یادونه وکړه او د هېواد د اوبو سرچینو وضعیت په اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یې د دې ورکشاپ دایرول مهم او اغیزناک وبلل.
