د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د جوی نو کانال پاکونې پروګرام
نن د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د جوی نو کانال پاکونې پروګرام د هرات ولایت ښاغلي والی شیخ الحدیث مولانا نوراحمد (اسلام جار) او د هرات ولایت هریرود پایني فرعي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي سردار ولی (مزمل) او په هرات ولایت کې د اوبو څخه ګټه اخستوونکو انجمنونو مسؤلینو په ګډون افتتاح شوه.
د دې پروګرام د افتتاح په مراسمو کې د هرات ولایت والي ښاغلي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد "اسلام جار" له بزګرانو څخه د بشپړ ملاتړ یادونه وکړه، او د عمومي حشرونو پروګرامونو په لاره اچونه یې د عام المنفعه کارونو په برخه کې د خلکو برخې اخستنې د کلتور لپاره یو مهم ګام یاد کړ.
په دې پروګرام کې نیږدې ۹۰۰ نفرو د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ له ۲۰ کلو څخه برخه اخیستې وه، چې جوی نو کانال په پاک کارۍ سره به له ۷۰۰ هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د جوی نو کانال ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې دهغې پاک کاري د خانوني کلي، سرحسن خواجه څخه پیل او د اسحاق سلیمان په کلي کې ختمیږي.
د دې کانال سمه پاکونه د هریرود سیند او چشمه سارها څخه د اوبو مسیر د بزګرانو ځمکو ته ورسیږي.
