د هرات ولایت د پاشدان اوبولګولو او برېښنا د تولید بند پروژه ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۳:۵۷
1

نن، د ( ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري ۲۳) د هرات ولایت د کرخ ولسوالي د پاشدان د اوبولګولو او برېښنا د تولید بند پروژه چې د اوبو او انرژي وزارت یوه له سترو پروژو څخه ګڼل کېږي، د دغه وزارت له لوري د هېواد د خپلواکي د بېرته اخیستلو او اسلامي امارت د بریا د څلورمې کلیزې په مناسبت، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې پروژې ګټې ته د سپارلو په مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د هرات والي محترم شیخ نور احمد اسلام‌جار، د افغانستان د اسلامي امارت ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، تخنیکي مسؤلینو او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون درلود.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دغو مراسمو کې وویل چې د اوبو مدیریت د افغانستان اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی؛ ځکه چې په هېواد کې د اقتصاد د ودې، د کارموندنې په رامنځته‌کولو او د مهاجرت پر کموالي باندې نېغه اغېزه لري. هغه زیاته کړه، چې د پاشدان بند په هېواد کې د اقتصادي پراختیا په برخه کې د اسلامي امارت یو له سترو ګامونو څخه دی او د هرات ولایت د خلکو لپاره د حیاتي ارزښت درلودونکی دی.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزیر په دغه برنامه کې وویل، چې اسلامي امارت په ډېرو لږو امکاناتو سره په هېواد کې سترې پروژې پلې کړې او د هېواد د آبادۍ په لار کې د کوټلو ګامونو په اخیستلو سره یې نړۍ حیرانه کړې.

هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت همدارنګه په هېواد کې شرعي نظام، امنیت او اقتصادي پراختیا راوړې، له همدې کبله ملت هم باید د دغه نظام په قدر پوه شې او له دغه نظام څخه په خپل ملاتړ او اطاعت سره د دغه الهي نعمت شکر پر ځای کړي.

ښاغلي منصور یادونه وکړه، چې د پاشدان بند د پلي کولو څخه موخه د اوبو مدیریت، د اوبو سرچینو پياوړتیا، د کرنې او اقتصاد وده ده، او له نیکه مرغه، نن د دغه بند په بشپړېدو سره د دغو ارزښتناکو موخو د تر لاسه کېدو شاهدان یو.

همدارنګه، د هرات والي د پاشدان بند ارزښت د دغه ولایت د خلکو د کرنې او اقتصاد په برخه کې حیاتي وباله.

له بلې خوا، د افغانستان د اسلامي امارت ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد یادونه وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت په هېواد کې ګڼې پراختیايي برنامې پلې کړې او د اوبو د مدیریت او انرژي د پراختیا په برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې پاشدان بند د ۵۴ میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو، ۱۳ زر هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو او ۲ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

دغه بند به په هرات ولایت کې د کرنې، اقتصادي ودې او کارموندنې په برخه کې نوی باب پرانیزي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu