د هرات سیندیزې فرعي حوزې نوی رئيس همکارانو ته وپېژندل شو.
اسدالله شیرزاد چې تازه د هرات سیندیزې فرعي حوزې رئيس ټاکل شوی د یوې رسمي برنامې په ترڅ کې د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس سید عمر اسحاق لخوا چې د هرات ولایت والي سید عبدالوحید قتالي او د یاد ولایت یو شمېر سیمیزو مسؤلینو په شتون کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.
په دغه برنامه کې د هرات والي د هرات سیندیزې حوزې پخوانی رئيس ښاغلي فضلي له کړنو قدرداني وکړه او د اوبو مدیریت په برخه کې یې د محلي ادارې لخوا د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
