د نړیوال بانک چارواکو سره د ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی لیدنه.

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱ - ۱۴:۵۱
mew

د نړیوال بانک چارواکو سره د ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی لیدنه
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی په خپل دفتر کې د نړیوال بانک چارواکو سره لیدنه وکړه.
د غونډې موخه د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د نړیوال بانک د همکارۍ د دوام په اړه وو.
د اوبو او انرژی سرپرست وزیر ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی ، د نړیوال بانک د مرستو څخه د ستاینی په ترڅ کی د بانک چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د دی وزارت د پروژو د کار په پرمختیا کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په پای کې د نړیوال بانک چارواکو ژمنه کړې چې د دی وزارت د پروژو په پلي کولو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سره همکارۍ کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu