د نورستان پارون سیندیزې فرعي حوزې رئیس د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم او د قراردادي شرکت له مسؤولینو سره لیدنه وکړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۲۳
1

مولوي محمد علي فاروقي د نورستان پارون سیندیزې فرعي حوزې رئیس د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم او د قراردادي شرکت له مسؤولینو سره ولیدل.

په دغهٔ لیدنه کې د وزارت تخنیکي ټیم او د قراردادي شرکت مسؤولینو د نورستان ولایت مرکز کې د برېښنا د توزېع د شبکې د پروژې د عملي چارو د پیل او قراردادي شرکت ته کاري ساحې سپارلو په هکله د نوموړې سیندیزې حوزې له رئیس سره بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي فاروقي د هر اړخیزې همکاري د وعدې سربېره، زیاته کړه چې قراردادي شرکت باید د پروژې چارې د نقشې او پروپوزول سره سم، په ټاکلي وخت او په ښه توګه پلي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۳۷
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د فراه له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د فراه له والي محترم مولوي غوث الدین رهبر سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په فراه ولایت کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۱۵
Background image

فاریاب ولایت کې د جانقرې کانال جوړولو او پاکاري چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالي کې د جانقرې کانال جوړولو او پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او. . .

بیرته تګ

User account menu