د نورستان ولایت د مرکز د برېښنا د وېش شبکې چارې ډېر ژر پيلیږی

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۹:۵۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د کیفیت د کنټرول تخنیکي پلاوي نورستان ولایت ته د دغه ولایت د مرکز پارون د برېښنا د وېش شبکې د چمتو شوي تجهیزاتو او اجناسو د تثبیت او موجودي په موخه نوموړي ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي پلاوي د نوموړې شبکې د تجهیزاتو او اجناسو تر تثبیت او موجودي وروسته، د نورستان ولایت د اوبو او انرژي له رئيس محترم محمد علي فاروقي سره د نورستان له والي محترم قاري زین العابدین سره وکتل او د نوموړې پروژې د تجهیزاتو او اجناسو د ساتنې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د نورستان والي په دغه لیدنه کې د نوموړې پروژې د تجهیزاتو او اجناسو د ساتنې په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

ټاکل شوې ده، چې د نوموړې پروژې تطبیقي چارې ډېر ژر پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu