د نهر کریم کانال د بیارغونې چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۲:۱۰
1

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټيم د لغمان ولایت د قرغه یې ولسوالي اړوند د نهر کریم کانال د بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو لا ښه کیفیت او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړي کانال د بیارغونې چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې او د چارو په بشپړېدو سره به یې 5000 هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د نوموړي کانال د بیارغونې چارې د اف. اي. او موسسې په مالي لګښت د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۱
Background image

بیرته تګ

User account menu