د ننګرهار مرستیال والي، د ننګرهار د اوبو او انرژی رئیس او د ملګرو ملتونو پراختیایی دفتر د مسؤولینو تر منځ د حصارک ولسوالي د وچ تنګي د اوبو ذخیروي بند په هکله همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۵۳
1

دغهٔ ناسته د ننګرهار مرستیال والي مولوي مصطفی عزیز تر مشري لاندې د ننګرهار د اوبو او انرژی رئیس الحاج سید فضل احد هاشمي، تخنیکي انجنیرانو او د ملګرو ملتونو پراختیایی ادارې د مسؤولینو په شتون کې د حصارک ولسوالي د وچ تنګي د اوبو ذخیروي بند په هکله ترسره شوه.

نوموړی بند چې د حصارک ولسوالي د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړېږي چې د رغولو چارې به یې په نږدې راتلونکي کې د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د ملګرو ملتونو د پراختیایي دفتر په مالي لګښت سره ترسره شي او ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu