د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د (UNDP) مؤسسې له مسؤلینو او د نورګلوبل او د میدان ځونانو شرکت له مسؤلینو سره وکتل
د ننګرهار ولایت د سیندیزې فرعی حوزې رئیس الحاج سید فضل احد هاشمی د خپلو همکارانو په ملتیا د یو ان ډی پی (UNDP) ، د نور ګلوبل شرکت او د میدان ځوانانو ساختمانی شرکت له مسؤلینو سره ولیدل.
د ننګرهار د سیندیزې حوزې د رئیس لخوا ټولو ګډونوالوته ښه راغلاست وویل شو، او ټولو ته یې په مشورتی او تخنیکی اړخ کی لازمی لارښوونی ورکړي.
د دوه پروژو کارونه د یو ان ډی پی (UNDP) مؤسسی له خوا عملا په ساحه کی جریان لری چی یوه یی په زنګویی کی د میدان ځوانانو د ساختمانی شرکت لخوا تطبیق کیږي چی د دغه پروژی مجموعی قیمت (111,642) امریکایی ډالر دی.
او همدارنګه دوهمه پروژه د نور ګلوبل ساختمانی شرکت له خوا د کامې ولسوالۍ د مسلم آباد په ساحه کی د (640) متره بولډر وال د یو لک او لس زره امریکایی ډالرو په مالی لکښت تطبیق کیږي.
همدغه راز د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ګڼو کانالونو پاک کاری د (ICRC) د مؤسسی لخوا جریان لري چې د سلګونو ځوانانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړي ده.
