د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د کږې او ډاکو کانالونو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه
د ننګرهار سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت په خوګیاڼو او چپرهار ولسواليو کې د کږې او ډاکو کانالونو د چارو له روان بهیر څخه څارنه وکړه.
یاد تخنیکي ټیم د پروژو مسؤلینو ته د چارو د شفافیت، چټکتیا او کیفیت په هکله لازم هدایات ورکړل.
د یادو کانالونو چارې د UNDP سازمان په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسسې له خوا د ننګرهار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پلې کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې سلګونه هکتاره کرنیره ځمکه خړوبه شي.
