د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس د خوپزې کانال د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۰:۱۸
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي د یاد ولایت په ګوشتي ولسوالي کې د خوپزې کانال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې د UNDP په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسسې له خوا پلې کېږي چې د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده او د چارو په به بشپړېدو سره به یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

همدارنګه ښاغلي هاشمي د یاد ولایت په روداتو په ولسوالي کې د نیم کاره ګرو د سربند او کانال څخه چې  چارې یې د اوبو سکتور د بشري مرستو په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي، هم څارنه ترسره کړه او مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۲۰:۵۱
Background image

په اوبو او انرژي وزارت کې د قرآن عظیم الشان ختم وشو.

۱۱/۹/۱۴۰۴ ه ش

د وزیرصاحب د روغتیا موندنې دشکرانې په پار د اوبو او انرژي وزارت کې

 د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم د اوبو او انرژي  وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، مولوی  محمد نقیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۳۸
Background image

په خوست ولایت کې د اوبو سرچینو سروې او معلومات را ټول شول.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم  لخوا د ۷ هایدرومیتورولوژي استیشنونو او ۳۸ څارنیزو خصوصی څاګانو خام معلومات راټول شول ، همداراز د مرکز په شمول د ټینو او ګربزو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۴
Background image

د بامیان ولایت مرکز کې د حمامونو څارنه ترسره شوه.

د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د څارنې ټيم ددغه ولایت په مرکز کې د ۶ بابه حمامونو څارنه وکړه.

یاد ټیم د حمامونو خاوندانو ته د اوبو په استعمال کې د سپما په هلکه اړینې لارښوونې. . .

بیرته تګ

User account menu