د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۳:۲۵
1

د دغې پروژې ګټې ته د سپارلو غونډه د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د چارو د ادارې عمومي رئيس محترم شیخ نورالحق انور، د کابل والي محترم حاجي امین الله عبید، د وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت معین محترم مولوي عبدالرحمن راشد، د عوفي بهرام شرکت رئيس محترم حاجي پهلوان، د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو، بهرنیو او کورنیو پانګوالو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې د کابل ولایت په نغلو کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې ګټې ته د سپارلو په غونډه کې وویل، چې دغه وزارت خپله پاملرنه د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې کورنیو سرچینو ته ډېره کړې او په پام کې لري، چې د هېواد په اکثره ولایتونو کې د نوي کېدو وړ انرژي پروژې پلي کړي.

په ورته مهال، د چارو د ادارې عمومي رئيس محترم شیخ نورالحق انور، اوسني شرایط د هېواد د آبادۍ او ځان بسیاینې لپاره تر ټولو ښه شرایط و بلل او ټینګار یې وکړ، چې هغه وخت را رسېدلی چې  د افغانستان ټول خلک په پوره ډاډ سره د یو بل په څنګ کې د هېواد د آبادۍ لپاره هڅې وکړي.

همدغه راز، د کابل والي حاجي امین الله عبید هم په دغه غونډه کې پانګوالو ته بلنه ورکړه او ډاډ یې ورکړ، چې اسلامي امارت پانګوالو ته د هر اړخیزې همکاري په ترسره کولو کې ژمن دی.

همدارنګه، د عوفي بهرام شرکت رئيس حاجي پهلوان په دغه غونډه کې له پانګوالو سره د اسلامي امارت همکاري وستایله او یادونه یې وکړه، چې په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.

په ورته مهال، د وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم هم وویل، چې د خوښي ځای دی ، چې هره ورځ په هېواد کې د انرژي د پراختیا په برخه کې د مثبتو ګامونو د اخیستلو شاهدان یو.

د غونډې په دوام کې، د جي،  ایس، پي شرکت مسؤل د پروژې د پلي کولو د څرنګوالي په هکله معلومات وړاندې کړل.

دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عوفي بهرام شرکت په خصوصي پانګونې سره د 7.6 میلیونه آمریکایي ډالرو په لګښت د ګرین سټیټ پاور له لوري پلي شوې ده.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره په کابل او ننګرهار ولایتونو کې زمونږ د هېوادوالو ۱۰ زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمن کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu