د مکاوې، ګاويان او کني د اوبو ذخيروي بندونو لومړنۍ او تخنیکي سروې ترسره شوه.
د اوبو او انرژي وزارت پهٔ لارښوونې او غوښتنې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تخنیکي ډلې د قومي مشرانو پهٔ ملتيا د زرمت ولسوالۍ پهٔ سیمه کې د مکاوې، ګاويان او کني د اوبو ذخيروي بندونو لومړنۍ او تخنیکي سروې ترسره کړه.
د يادو ذخيروي بندونو ترلاسه شوې تخنیکي ديټا به د نورو کړنو پهٔ موخه له مرکز سره شريکه شي.
