د مچغلو، دلجه او ډودې بندونو د هايدروميټرولوژيکي سټيشنونو څخه مياشتينۍ ډيټا را واخيستل شوه.
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تخنیکي ټیم له لوري د رياست اړوند بېلابېلو سټيشنونو څخه مياشتينۍ زيرمه شوې ډيټا را واخيستل شوه.
د یاد ریاست تخنیکي ټیم د مچلغو ، ډوډې او دلجې بندونو په احمد آباد، منګل او څمکنیو ولسوالیو کې له هايدروميټرولوژيکي سټيشنونو څخه زيرمه شوې هايدرولوژيکي مياشتينۍ ډيټا راواخيسته.
همدارنګه نوموړې تخنیکي ټیم د جلګې او خُرم سيندونو د اوبو رسوبات او لومړنۍ ډيټا هم راواخيسته.
ياده دې وي چې ترلاسه شوې ډيټا د يو لړ پروسيجر او مسلکي تحلیل بشپړولو وروسته د هوا، اقليم او لندبل اندازه په ډاګه کوي.
