د مالي او حسابي رئيس د مالیې وزارت له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۱:۴۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د مالي او حسابي رئيس محترم ملا اسدالله کاکړ د خپل کار په دفتر کې د ماليې وزارت له یو شمير مسؤلینو سره وکتل او په دغه وزارت کې یې د آفمس( د افغانستان مالي مدیریت معلوماتي سیسټم) کې د نوي بدلونونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د مالي او حسابي رئيس په دغه لیدنه کې اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د مالیې وزارت له مسؤلینو سره د آفمس په سیسټم کې د نوي بدلونونو په برخه کې اړینه همکاري ترسره کړي.

ټاکل شوې ده، چې د دغه وزارت د مالي او حسابي ریاست له کارکوونکو سره د مالیې وزارت د مسؤلینو له لوري د آفمس په سیسټم کې د نوي بدلونونو په هکله اړین معلومات شریک او اړینې لارښوونې وشي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه سیسټم کې د نوي بدلونونو په راتلو سره به په مالي چارو کې د چټکتیا ترڅنګ نورې آسانتیاوې هم رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu