د لویدیځ زون د انرژي کمیټې ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د لویدیځ زون د انرژي کمیټې د رئیس مولوي عبدالسلام مستوفي آغا تر مشري لاندې د نوموړې کمیټې د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د 77 ترکي کمپنې استازي د بادي انرژي د پوتانشیل د څیړلو په موخه د بادسنجونو د نصبولو پروسې د پیل لپاره د هوکړه لیک د لاسلیکولو په هکله وینا وکړه او ویې ویل چې نوموړې څیړنیزه پروسه به یو کال دوام ومومی. همدارنګه د دولتي ادارو استازو هم په نوموړې څیرنیزې پروسې کې د خپلي همکاري چمتووالی څرګند کړ.
په ورته مهال، د هرات د صنعتي ښارګوټي د لمریزې انرژي د تولید د شرکتونو استازو هم د دغو شرکتونو د تولیدي وړتیاوو په هکله معلومات وړاندې کړل او د هرات صنعتي ښارګوټي په شاوخوا کې د لمریزې انرژي د تولید لپاره د مناسب ځای د څېړلو په موخه هم یو پلاوی وټاکل شو.