د لوګر ولایت د مس عینک کان د ایستلو پروسې لپاره د اړتیا وړ برېښنا چمتو کولو په هکله د ام سي سي چینایې شرکت له مسئولینو سره ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۵:۱۱
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس او د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز او د انرژي سکتور د یو شمیر رئیسانو او متخصصینو په شتون کې د ام سي سي چینایې شرکت له مسئولینو سره ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د لوګر ولایت مس عینک کان ته د برېښنا رسولو په موخه د بامیان ولایت د ډبرو سکرو څخه د 370 میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پلي کولو او د انرژي سکتور د مسئولینو له لوري د یو شمیر نورو بدیلو لارو چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې پریکړه وشوه، چې د انرژي سکتور د مسئولینو له لوري مس عینک کان ته د برېښنا رسولو په موخه وړاندیز شوي بدیلونه د ام سي سي شرکت له لوري وارزول شي او د یوې اونۍ په موده کې خپل اندونه د انرژي سکتور له مسئولینو سره شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu