د لوګر ولایت د خروار بند د حفظ او مراقبت پروژې د لومړي فاز چارې بشپړې او د دغې پروژې د دوهم فاز چارې پرانیستل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۳:۱۸
1

د دغه بند د حفظ او مراقبت د لومړي فاز د ګټې اخیستنې او د دوهم فاز د پرانیستې مراسم  د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي محترم شیخ ضیا الرحمن مدني، د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم انجنیر عارف مومند، د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسمعیل آخندزاده، علماوو، قومي مشرانو او د افغانستان د اسلامي امارت د ګڼ شمېر مسؤلینو په شتون کې ترسره شو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغو مراسمو کې د لوګر د خلکو سرښندنې او اتلولۍ وستایلې او د خروار بند حیاتي ارزښت ته په اشارې سره، د دغه بند د حفظ او مراقبت د لومړي فاز بشپړېدل او د دوهم فاز د چارو پیل د اوبو مسیر د مدیریت په برخه کې یو مثبت ګام وباله.

ښاغلي منصور په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ته په اشارې سره، په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یو الهي نعمت وباله او له خلکو څخه یې وغوښتل، ترڅو په اطاعت او اخلاص سره د دغه الهي نعمت شکر پر ځای کړي.

همدارنګه، د کابل عمومي حوزوي رئيس انجنیر عارف مومند هم د خروار بند او د دغه بند د حفظ او مراقبت د دواړو پروژو په هکله په تخنیکي ډول اړین توضیحات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې د دغه بند د لومړي فاز د حفظ او مراقبت پروژه تېر کال د اسلامي امارت له لوري په ټولیز ډول د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت په لاره اچول شوې وه ، چې اوسمهال ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د دغې پروژې دوهم فاز په ټولیز ډول د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه او ټاکل شوې ده، چې د پنځو میاشتو په موده کې پلي شي.

د خروار بند د ۳۶ متره لوړوالي او ۱۴۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره ۶ زره هکتاره ځمکه خړوبوي، چې ۱۳ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

بیرته تګ

User account menu