د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اف، اې، او مؤسسې له ولایتي مسئولینو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۰:۱۴
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعيل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د اف، اې، او مؤسسې له ولایتي مسئولینو محترم انجنیر افضل او محترم انجنیر خواجه نصرالله سره وکتل او په یاد ولایت کې یې د پراختیایې پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه کتنه کې د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اف، اې، او مؤسسې ولایتي مسئولینو ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنيکي سلاکار انجنير فضل الرحمن عمرزي د اوبو تاسیساتو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او د پراختیایې پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu