د لغمان ولایت د اداري او حسابداري انسټیټوټ محصلینو خپله یوه میاشتنۍ پرکتیک دوره په لغمان سیندیزه فرعي حوزه کې بشپړه کړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۱:۱
1

د لغمان ولایت د اداري او حسابداري انسټیټوټ هغه محصلین، چې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ته د پرکتیک دورې د بشپړولو په موخه ورپیژندل شوي وو، خپله یوه میاشتنۍ پرکتیک دوره په یادې سیندیزې فرعي حوزې کې د مالي، اداري، تدارکاتو او محاسبې په برخه کې بشپړه کړه.

د یاد انسټیټوټ محصلینو ته د لغمان سیندیزې فرعي حوزې د مسئولینو له لوري د یوې میاشتنۍ پرکتیک دورې تر بشپړولو وروسته تصدیق لیکونه ورکړل شول او په چارو کې ورته د لا بریالیتوبونو غوښتنه وشوه.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu