د قرغې بند د خروجي کانال له حقابه لرونکو سره ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۶:۱
1

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي ولي محمد تائیب په شتون کې د کابل ولایت اړوند د قرغې بند د خروجي کانال د حقابه لرونکو سره ناسته ترسره کړه او د نوموړي کانال د ټولنیزو ستونزو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دې ناسته کې پریکړه وشوه چې په لومړي پړاو کې دې د نوموړي کانال په مسیر کې له هغو فعالیتونو څخه مخنیوی وشي چې د کانال د اوبو د ککړتیا لامل ګرځي او په دویم پړاو کې دې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه د یاد کانال په اوږدو کې تغذیوي څاه ګانې د کابل سیندیزې عمومي حوزې په همکاري سره وکیندل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۲۴
Background image

بیرته تګ

User account menu