د فراه ولایت د خلکو د غوښتنې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۲:۳۸
1

د فراه ولایت د خلکو د غوښتنې او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۸/۰۱/ ۱۴۴۴ نېټې د (۳) مصوبې د (۳) بند په تاسي، د " ولس او بخش آباد" تر نامه لاندې په دې شمېرې سره(3000208009836) بانکي حساب د افغانستان د ننه او بهر د خلکو د مرستو د راټولولو په موخه رامنځته شوی دی،چې اقتصادي محترم کمېسېون هم د هغه پلاوي وړاندیزونه چې فراه ولایت ته یې سفر کړی وو، په خپل ۲۱/۹/ ۱۴۴۴ نېټې د (۹) ګڼې مصوبې په (۱) بند کې منظور کړي دي.

د دې وزارت د غوښتنې پر بنسټ او د افغانستان بانک او سوداګریزو بانکونو په همکاري، اوس د خلکو د مرستو د راټولولو د آسانتیا په موخه، په سوداګریزو بانکونو کې فرعي حسابونه هم پرانیستل شوي دي، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي.

باید یادونه وکړو چې د دې مرستو د مصرفولو په پروسه کې د شفافیت په خاطر د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په سرپرستي د څلورو وزارتونو او قومي مشرانو څخه یوه مشترکه کمېټه جوړه شوې ده، ترڅو پخپل ځای او شفاف ډول د یادو مرستو د مصرف له بهیر څخه څارنه وکړي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د جوي سرای ولسي تحکیماتي پروژه پیل شوه.

 

د «جوي سراي» ولسي تحکيماتي پروژه، چې موخه یې  د آمو سيند د فرعي اوبو چينل بندول دي، د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي د جوي سراي کلي کې د ولسوالي د مسؤولینو، د تحکيماتو آمريت، قومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالی اړوند د شفلوغ بند ساختمانی چارو له بهیر څخه لیدنه وشوه.

 

د ارزګان د اوبو او انرژی ریاست رئیس مولوی خلیل الرحمن عمری او ورسره مل تخنیکی پلاوي د یاد بند د رغنیزو چارو له بهیر څخه له نږدی لیدنه ترسره کړه

د یاد بند رغنیزی چاري د ارزګان ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

بیانیه اصلاحی و ارشادی؛ توسط شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی در وزارت آب و انرژی ایراد شد

 

بیانیه اصلاحی و ارشادی توسط محترم شیخ‌القرآن و الحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی، مهتمیم مدرسه انوار العلوم ارغندی، امروز پس از ادای نماز ظهر در مسجد شریف وزارت آب و انرژی در حضور. . .

بیرته تګ

User account menu