د فراه ولایت د بخش آباد بند د رغنیزو چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وشو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۲:۱۲
1

د هرات والي محترم شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستیال والي محترم مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د فراه رود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا برهان الدین مینوال او یو شمېر نورو مسؤلینو د بخش آباد بند د رغنیزو چارو له بهیر څخه لېدنه وکړه.

د هرات والي او مرستیال یې د بخش آباد بند د رغنیزو چارو له بهیر څخه د لېدنې پرمهال دغه بند د هېواد په کچه یوه اړینه پروژه وبلله او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د بخش آباد بند د پروژې مسؤل محترم انجنیر سید محمد امین صالحي د دغه بند د رغنیزو چارو د رغنیزو توکو او چټکتیا په هکله ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په دغه بند کې ټول کاروونکي توکي د اوبو او انرژي  وزارت د مقام، د نورم او سټنډرډ او د ټاکلي پلان له مخي له بشپړې آزموینې وروسته کاریږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu