د فاریاب دهنه درې بند پروژې د پرمختګ او ستونزو حل د ارزونې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
په دې غونډه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو د کیفیت کنټرول رئیس انجنیر محمد شفیق وکیل، د دې ادارې د دفتر رئیس انجنیر همتالله امینزی، په ولسي جرګه کې د فاریاب استازي محمد رسول فاریابي، د قراردادي شرکت استازي او د پروژې یو شمېر مسوولانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د قراردادي شرکت د استازي له لوري د پروژې د کار پرمختګ، ننګونو او ستونزو د ارزونې راپور په اړه معلومات وړاندې شول. د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال د پروژې ۸۵ سلنې ټولیز ډیزاین، د سررېز کاري کېندلو، دهنه وردي، د بېجنگ پلانټ او لابراتوار نصبولو او په دې سیمه کې د ځینو نورو عملي کارونو د پرمختګ په اړه توضیحات ورکړل شول.
ورته مهال د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو د کیفیت کنټرول رئیس انجنیر محمد شفیق وکیل د پروژې ځینو ستونزو په اړه وویل: "د ټولو حل شویو ستونزو تخنیکي برخې او د پروژې استملاک او امنیت موضوع په اړه اړینه همغږي شوې او پاتې کوچنۍ ستونزې به هم د خلکو استازیو په همکارۍ حل شي."
ورپسې په ولسي جرګه کې د فاریاب استازي محمد رسول فاریابي د همکارۍ تر څنګ د پروژې ستونزو پر حل او د هغې کار چټکتیا په اړه ټینګار وکړ.
د دهنه درې بند پروژه د فاریاب په پښتون ولسوالۍ کې د اوبو لګولو او برښنا تولید په موخه پلي کېږي. دا بند به جوړېدو وروسته د ۲۵.۶ مېلیون مټر مکعب اوبو ذخیرې او ۱.۵ میګاوټه برښنا تولید ظرفیت ولري.
د دې بند په رغېدو سره نږدې ۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي.
