د غور ولایت لعل او سرجنګل ولسوالي د تمبر ممبرټو کلي د  کوچني ذخیروي بند (چکډم) د جوړولو پروژه د انرژۍ او اوبو وزارت د انکشافي بودجې په ۳،۰۰۰،۴۵۰ دری میلیونه څلور سوه پنځوس افغانیو لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۶:۰
۱

 د پروژې د ګټي سپارلو په مراسمو کې د ولایت مقام استازي، اړوند دولتي ادارو، تخنیکي ټیمونو، د سیمې مشرانو او مستفیدینو ګډون کړی و.

ویناوالو د پروژې د اقتصادي او ټولنیز ارزښت تر څنګ د اوبو د سم مدیریت په برخه کې د دې چکډم مهمه ونډه وستایله. د سیمې اوسېدونکو او مسؤلینو د پروژې له پلي کوونکو ادارو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د بند د ساتنې او معقولې استفادې لپاره به لازمې هڅې کوي. یاد چکډم د ۸۹۱۲ متر مکعب اوبو د ذخیرې وړتیا لري او نږدې ۶۵۰ کورنۍ ترې په مستقیمه توګه ګټه اخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu