د غوربند-چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د شبکه نمبر۴ کانال د پاکاري د چارو له بهېر څخه څارنه وکړه
د غوربند-چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي انجینر مجیب الرحمن حبیبي د بګرام ولسوالي د خنجرخیل کلي د شبکه نمبر۴ کانال د پاکاري د چارو له بهېر څخه څارنه وکړه.
د یاد کانال د پاکاري چارې د یو کيلومتر په اوږدوالي سره ترسره کېږي چې ۱۲۰۰ هکتاره کرنېزه ځمکه خړوبوي.
