د غزني والي ته د سردې بند او  پروژې په هکله اړین معلومات وړاندې شول

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۰:۳۰
1

د غزني والي محترم مولوي عبدالصمد جاوید او ورسره مل د غزني د اوبو او انرژي ریاست سلاکار محترم انجنیر محمد نذیر سهار او یو شمېر رئيسانو د غزني ولایت د سردې پروژې او بند څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي سهار د غزني والي او ورسره مل رئيسانو  ته له دغې پروژې څخه د لېدنې پر مهال اړین معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې سردې بند د هېواد په کچه د اوبو لویه ذخیره او بند دی، چې د غزني او پکتیکا ولایت په ګډه سرحدي ځمکه کې موقعیت لري، چې په زرهاو جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او په روان کال کې یې د ځینو برخو د ساتنې او بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu