د غزني درنو ولسونو ته ښه زیری

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۲۹
1

د وروستیو اورښتونو له کبله د غزني ولایت د سلطان بند د اوبو په کچه کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی چې په دغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو په وضعیت کې د غوره‌والي ښکارندویي کوي.

په اوبیزو زېرمو کې دغه زیاتوالی، د کرنیزو ځمکو د اوبولګولو، د کرنیزو تولیداتو د ودې او د خوړو ثبات د پیاوړتیا لپاره غوره فرصتونه رامنځته کړي او همدارنګه د اوبو سرچینو په اغېزمن مدیریت کې به کارنده رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د سلطان بند د ساتنې، مراقبت او پراختیا پروژه تېر کال د اوبو او انرژي وزارت له لوري په لاره اچول شوې او اوسمهال یې هم چارې په منظم ډول روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د بند لوړوالی له ۳۵ مترو څخه ۳۷.۵ مترو او د زېرمې وړتیا یې له ۹ میلیون متر مکعب څخه ۱۳ میلیون متره مکعب ته لوړه شي، چې په ټوله کې به کابو ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه تر اوبولګولو لاندې راشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد آمریت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۳۸
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۵۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یوې ویالې د جوړولو چارې ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۴ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اچین ولسوالي اړوند د پښې خوړ سیمه کې د کړیاده ویالې د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاده ویاله چې. . .

بیرته تګ

User account menu