د عزیزي ګروپ شرکت له استازو سره د انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۷
1

له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي تولید په پروژو کې د پانګونې په چارو کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، یوه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي عمومي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پانګونې د جلب او جذب رئيس محترم مولوي رحمت‌ولي رحماني، د وزارت د تخنیکي مسؤلینو او د عزیزي ګروپ شرکت د استازو په شتون کې د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي په برخه کې د عزیزي ګروپ شرکت د پانګونې لېوالتیا ، د دغو طرحو د ترسره کولو په موخه د اړینو همکاریو او د پروژو لومړیتوبونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د عزیزي ګروپ استازو وویل، دغه شرکت هوډ لري چې په اوږدمهاله کې په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه نږدې ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي. هغوی زیاته کړه، چې د دغې پانګونې لپاره یې بشپړ پلان چمتو کړی او په لومړي قدم کې د ډبرو سکرو او ګاز سرچینو څخه د برېښنا تولید پروژو ته لومړیتوب ورکوي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي عمومي رئيس او د پانګونې د جلب او جذب رئيس د دغه نوښت هر کلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره اړینې زمینې چمتو شوې او د انرژي د تولید لپاره کافي سرچینې شتون لري.  هغوی د انرژي پروژو ارزښت او د خلکو هیلو ته په اشارې سره د دغو طرحو پلي کولو د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

د ناستې په پای کې، دواړو لورو ژمنه وکړه، چې د دغو پروژو د چارو د پرمخ  وړلو په برخه کې لا اړینې همغږي او همکاري ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست ۱۰۴۰ اصله مثمر او غیرمثمر نیالګي ووېشل

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د پاشدان او سلما بندونو او د کرخ، رباط آخند، هاشمي پله، رود ګز او خرچان سټیشنونو په سیمو کې ۱۰۴۰ اصله نیالګي چې د هرات ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۱۱
Background image

پکتیا ولایت کې د ۲۲ اوبو رسونې شبکو ډېټا را ټوله شوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د کابل عمومي سیندیزې حوزې ریاست د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت په شواک، ګرده څېړې او وزې ولسوالیو کې د ۲۲ اوبو رسونې شبکو ډېټا چې د دولتي او. . .

بیرته تګ

User account menu