د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان سوداګرو له استازي سره وکتل
د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د خپل کار په دفتر کې په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان سوداګرو له استازي ښاغلي ابومحمد سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان سوداګرو استازي د شمال سیندیزې عمومي حوزې له رئيس سره په یاده سیندیزه حوزه کې د اوبو د ذخیروي بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په پروژو کې د همکاري ژمنه وکړه.
د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان سوداګرو له استازي سره په لیدنه کې وویل چې اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده او له هغه سره يې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
