د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د سرپل سیندیزې فرعي حوزې له نوي ټاکل شوې رئيس سره وکتل
د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د خپل کار په دفتر کې د سرپل سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي قاري روح الله نظامي سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د سرپل سینیدیزې فرعي حوزې رئيس د یادې حوزې ستونزې او وړاندیزونه د شمال سیندیزې عمومي حوزې له رئيس سره شریک کړل.
په ورته مهال، د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د سرپل سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د دوی د ستونزو د هوارولو او وړاندیزونه ته د رسیدګي په موخه د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
